امنیت

يوه الوتکه راغورځيده.

پکتيکا باخترد جوزا دمياشتي٢٠ نيټه :

دناټو يوه بي پيلوټه الوتکه نن دلوګرولايت دمرکز په  ختيځ کې راوغورځيده.

 دبګرام په پوځي اډه کې  دامريکايي ځواکونو درسنيو دفتر باختراژانس ته ديوې خبرپاڼي په ليږلوسره ددغې بي پيلوټه الوتکي  راغورځيدل  تائيد کړل  او ويې ويل چې ددغې پيښې له امله دسيمې اوسيدونکو ته زيان نه دي اوښتي .

ناټو ددغې الوتکي دراغورځيدوعلت فني ستونزه بللې ده  او په دې باب ددښمن هرراز  بريد ردوى .

دا په روان کال کې  دناټو څلورمه  پوځي الوتکه ده په افغانستان کې راغورځيږي .

له دې مخکې دناټو درې هليکوپتر ډوله الوتکي دميدان وردګو ، غزني اوکونړ کې راغورځيدلې وې چې له امله يې يوشمير بهرني پوځيان ووژل شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته