امنیت

د طالبانو يو نومول شوى ولسوال ونيول شو

کابل – باختر دزمري دمياشتې ٣
د وسله والو طالبانو د ډلې له خوا د بدخشان ولايت د کوفاب ولسوالۍ لپاره نومول شوى ولسوال او امنيه قوماندان نن ونيول شول.
د بدخشان ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر سمونوال سيدعبدالقدير دباختر آژانس خبريال ته وويل: طالبانو په کوفاب ولسوالۍ کې د پوليسو په پوستو بريدونه وکړل او د طالبانو او پوليسو ترمنځ د جګړه ونښته او دغه نومول شوى ولسوال او امنيه قوماندان ونيول شول.
خبرځاى زياته کړه: دغه کسان اوس د ملي امنيت د رياست تر پوښتنې لاندې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته