سیاست

دانتخاباتو خپلواک کميسيون : دملي شورا داستازو دمجلس په ٨٩ تنو منتخبو استازو انتخاباتي وثيقې وويشل شوې .

کابل باخترد ثور شپږمه :
دانتخاباتو خپلواک کميسيون دلسو ولايتونو داستازو دمجلس  ٨٩ تنو منتخبو استازو ته انتخاباتي وثيقې  ورکړې .
ټاکل شوې وه چې نن دملي شورا اوولسمه دوره دخلکو دنويو منتخبو استازو په ترکيب  دجمهور رييس په واسطه پرانستل شي .
دباختراژانس خبريال ليکي: دانتخاباتو دخپلواک کميسيون رييسې حوا علم نورستاني وړمه ورځ منتخبو وکيلانو ته دانتخاباتي وثيقې دورکړې په مراسمو کې وويل: هغه کسان چې انتخاباتي وثيقې  يې ترلاسه کړي دي هغه کسان دي چې دبادغيس ، بلخ ،  پکتيا ، تخار ، هرات ، غور ، هلمند ، قندهار ، ننګرهار اودلوګر  له ولايتونو او دهندوانو او سکانو له حوزې څخه يې دملي شورا اوولسمې دورې ته لاره موندلې ده .
دنورستاني دڅرګندونوله مخې، ددغوولايتونو په  ٨٩ تنو منتخبو استازو کې  ٤٤ تنه ښځينه استازې هم شاملې دي . داپه داسې حال کې ده  چې له پارلماني  انتخاباتو څخه څه دپاسه شپږ مياشتې تيرې  شوي دي خو تراوسه پورې انتخاباتي کميسيونونه په دې نه دي بريالي شوي چې دټولو انتخاباتي حوزو دپارلماني انتخاباتو وروستۍ پايلې اعلام کړي
  مخکې له دې دانتخاباتو دخپلواک کميسيون پخوانيو غړو دملي شورا داوولسمې دورې دولسي جرګې  ٨٠ تنو نويو غړوته چې اتلس ولايتونه پکې شاملېږي  انتخاباتي وثيقې  ورکړې وې .  په همدې  حال کې دکابل ولايت  له حوزې  څخه دپارلماني انتخاباتو يوشمير نوماندان چې په لومړنيو پايلو  کې بريالي اعلام شوي دي ټينګار کوي چې دکابل دحوزې او دپنځو نورو ولايتونو  دپارلماني انتخاباتو وروستۍ پايلې دې ډير ژر اعلام شي  چې په ملي شورا کې نصاب بشپړ شي او دغه راز دملي شورا دکميسيونونو دمسوولانو او اداري هيئت په انتخاب کې  ځنډ رامنځته نه شي .  ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته