امنیت

پنځوس تنه امنيتي ځواکونه د طالبانو له کلابندۍ څخه وژغورل شول.

کابل – باختر د تلې دمياشتې ١٨
پنځوس تنه امنيتي ځواکونه دوسله والو طالبانو له کلابندۍ څخه وژغورل شول .
پنځوس تنه امنيتي ځواکونه چې له شپږو ورځو راپه دې خوا دفارياب ولايت په غورماچ ولسوالۍ کې د طالبانو له خوا کلابند شوي وو پرون مازيګر وژغورل شول.
دفارياب ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالنبي الهام باختر آژانس ته وويل: په دغو ځواکونو کې چې دملي اردو ،ملي پوليسو او دسرحدي پوليسو ځواکونه شامل دي دغورماچ په شپږو امنيتي پوستو کې د طالبانو له خوا کلابند شوي وو چې د کوومکي ځواکونو په رسيدو سره د طالبانو کلابندي ماته شوه .
الهام زياته کړه :دامنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ دجګړې په بهير کې د طالبانو د دوو تنو سرګروپانو په ګډون اووه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او پنځه تنه نور ټپيان شول او نور طالبان وتښتيدل.
دفارياب ولايت دامنيه قوماندان دڅرګندونو له مخې :د طالبانو دشپږو ورځو کلابندۍ په بهير درې تنه ملي پوليسان ټپيان شوي دي او يو شمير ملکي وګړي د طالبانو له خوا دهاوان ماين دلګيدو او ډزو له امله ټپيان او زيانمن شوي دي خو دقيق شمير يې معلوم نه دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته