لښکرګاه/ باختر د لړم دمياشتې ٨ مه :
يوولس تنه وسله وال طالبان په هلمند ولايت کې د کومانډو ځواکونو په ناڅاپي بريدکې ووژل شول.
په دغو وسله والو طالبانو تېره شپه د لښکرګاه ښار ته څېرمه بريد وشو .
دهېواد په جنوب کې دکومانډو دځواکونو يو قوماندان باختر آژانس ته وويل چې په دې بريدکې د طالبانو د ډلې د يوه سيمه ييز قوماندان په ګډون يوولس تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
ده وويل: دغه وسله وال طالبان د يولړ ډار اچوونکو بريدونو په سازمان ورکولو بوخت وو چې پرې بريد وشو .
ويل کيږي؛ په دې بريدکې سرتيرو او دسيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى .
0 د یوې دقیقې څخه لږ