سیاست

دملي امنيت لوى رييس ، دمرکزي بانک لوى رييس او داساسي قانون پر تطبيق باندې دڅارنې دکميسيون يو غړي دملت داستازو رايي ترلاسه کړې .

انجنير رحمت الله نبيل ،  نور الله دلاوري او عبدالمنيب دانش دملي امنيت لوى رياست ، دمرکزي بانک دلوى رياست او دافغانستان داساسي قانون پر تطبيق د څارنې  دکميسيون  غړيتوب  داستازو  دمجلس اکثريت رايي ترلاسه کړې .

 دباختر داطلاعاتي اژانس دخبريال دخبر له مخې،  دملي امنيت دلوى رياست  کانديد انجنير رحمت الله  نبيل  د مرکزي بانک دلوى رياست کانديد نور الله دلاوري او داساسي قانون پر تطبيق باندې دڅارنې دکميسيون دغړيتوب  کانديد عبدالمنيب دانش په پارلماني چارو کې ددولت  وزارت له خوا داستازو مجلس  ته وروپژيندل شول .

  په هغې غونډه کې چې دولسي جرګې درييس  عبدالروف  ابراهيمي  په مشريۍ جوړه شوې وه له هغه وروسته چې کانديدانو خپل کاري اساسي ټکي بيان کړل رايي ورکول پيل شول چې په نتيجه کې يې رحمت الله نبيل ددوه سوه اتو رايو په ترلاسه کولو سره دملي امنيت دلوى رياست څوکۍ وګټله .

 دغه راز نور الله دلاوري د ١٧٢ تاييد رايو په ترلاسه کولو سره دافغانستان دمرکزي بانک دلوى رياست څوکۍ  ترلاسه کړه او هم عبدالمنيب دانش د ١٥٥ رايو په ترلاسه کولو  سره دافغانستان داساسي  قانون پر تطبيق باندې دڅارنې دکميسيون غړيتوب  ترلاسه کړ .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته