امنیت

د ډيورند کرښې په اوږدوکې دپاکستاني پوځيانو د سرغړونو په اړوند دکورنيو چارو وزارت اعلاميه .

کابل – باختر دتلې دمياشتې ١٨
د ډيورند کرښې په  اوږدوکې دپاکستاني  پوځيانو د سرغړونو په اړوند دکورنيو چارو وزارت اعلاميه .
لکه څنګه چې دافغانستان پتمن ملت  خبر لري ، پاکستاني  پوځيان د ډيورند کرښې په اوږدوکې په  پرله پسې توګه  په ښکاره ډول په سړغړونو لاس پورې کوي .
لکه چې د ١٣٩٢ کال د ورې دمياشتې له پنځمې نيټې څخه تراوسه پورې دغرني هاوان او دلرې  واټن ويشتوونکي توپونو ٩٧٧ ډزې دپاکستاني پوځيانو له خوا دنورستان ولايت دکامديش ولسوالۍ او دکونړ ولايت د دانګام او سرکاڼو دولسواليو  په ځينو ساحو شوي دي چې په نتيجه کې يې څلور تنه شهيدان اتلس تنه  ټپيان درې کورونه ويجاړ او اته ديرش څاروي له منځه تللي دي .
دافغانستان داسلامي جمهوريت دکورنيو چارو  وزير په داسې حال کې چې په هيواد باندې دپاکستاني پوځيانوله خوا دتوغنديو توغول يوه ښکاره سرحدي سړغړونه بولي او په کلکه يې غندي دهيواد دسرحدي پوليسو ځواکونو ته  يې لارښونه کړې ده چې ددغو بريدونو له امله د رامنځته شويو زيانونو په باب هر
اړخيز رپوټ برابر کړي .
دکورنيو چارو وزير دغه راز دچارو مسوولينو ته  لارښونه کړې ده چې دشهيدانو له
پاتې کسانو او زموږ له نورو ګرانو هيواد والو سره چې دپاکستاني پوځيانو دراکټونودلګيدو له امله زيانمن شوي دي په جدي توګه پوښتنه وکړي.
په دې وسيله دکورنيو چارو وزارت دپاکستاني پوځيانو دسرحدي سرغړونو  دوام په نسبت دخپلې انديښنې مراتب څرګندوي او دافغانستان داسلامي جمهوريت له اړوندو دولتي مراجعو څخه غوښتنه کوي چې د ديپلوماتيکو مراجعو له لارې دې دغه موضوع په جدي ډول تعقيب کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته