امنیت

يوه سړي خپل ميرمن ووژله او خپله لور يې سخته ټپي کړه

_ چاريکار باخترلړم دمياشتې ٦ نيټه  :
په سمنګان ولايت کې يوه سړي تېره شپه خپله ميرمن ووژله او خپله لور يې ټپي کړه.
د سمنګانو ولايت د امنيې قوماندانۍ د جنايي جرمونو پرخلاف د مبارزې مدير سمونوال اسلام الدين  باختر آژانس ته وويل چې دغه سړي خپله ميرمن د ايبکو ښار د ګل قشلاق په سيمه کې د تبر په ګوزارونو سره ووژله او خپله لور يې سخته ټپي کړه چې اوس په روغتون کې تر درملنې لاندې ده .
خبرځاى وايي چې د دغې وژنې علت  کورني اختلافات دي .
ويل کيږي قاتل نيول شوى او په خپل جرم يې اعتراف کړى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته