نړۍ

دطالبانو د دوو سيالو ډلو ترمنځ نښته

پيښور ډي ډان باختر دوري دمياشتې  ٢٢ :
دشمالي وزيرستان په قبايلي سيمه کې  دطالبانو دمليشو دسيالو ډلو ترمنځ
دنښتې له امله څه ناڅه لس تنه ووژل شول او څو تنه نورټپيان شول.
باخترآژانس دپاکستان  دډي ډان ورځپاڼې له خولې خبر راکړ : دغه نښته نن رامنځته شوه  او دواړو لورو ته  مرګ ژوبله اوښتې ده .
دخبرځاى  دڅرګندونوله مخې :  دواړو سيالو  ډلو له څو ورځو را په دې خوا له يوبل سره  اختلافونه پيدا کړي وو.
سيمه ييزو رسمي خبرځايونو دتلفاتو دشمير په تائيدولوسره  ويلي دي  چې دغه کسان دمتقابلو ډزوله امله  وژل شوي دي .
ددغو دوو ډلو ترمنځ د څو ورځو مخکې نښتو له امله هم  يوشمير کسانوته مرګ ژوبله اوښتې وه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته