نړۍ

په ليبيا کې دامريکا سفير ووژل شو

طرابلس باختر دوږى ٢٢
په طرابلس کې د امريکاسفير پرستوفر ستيفن او ددغه هيواد دقنسلګرى درې تنه مامورين دبنغازى په ختيځ ښار کې د راکټي بريد له امله ووژل شول.
دليبيا د کورنيو چارو وزارت مرستيال وويل په دې بريد کې دغه سفير او د امريکا قنسلګري درې تنه مامورين وژل شوي او دليبيا د کورنيو چارو وزارت معين مصطفي عبدالشکور نن ددغو څلوروتنو وژل کېدل تاييد کړي دي.
عينى شاهدان وايي دامنيتي ځواکونو او دمظاهرو دبرخه والو ترمنځ دمظاهرې په وخت کې نښته وشوه او اعتراض کوونکو دامريکا په قنسلګرۍ بريد وکړ او اور يې ورته واچاوه  په دې بريد کې په دغې قنسلګرى د توغنديو ډزې هم شوي دي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته