امنیت

شپږ تنه ملکي وګړي په غزني کې شهيدان شول

کابل – باختر د وږي دمياشتې ١٠
شپږ تنه ملکي وګړي نن سهار د غزني ولايت په يوه واټ کې د ښخ کړى شوي ماين د چاودنې له امله شهيدان او دوه تنه نوريې ټپيان شول.
د غزني ولايت وياند شفيق ننګ د باختر آژانس خبريال ته وويل: اته تنه چې په يوه ريکشا کې سپاره وو؛ د غزني ولايت په ده يک ولسوالۍ په يوه واټ کې د طالبانو له خوا په ښخ کړى شوي ماين وختل چې د چاودنې له امله يې درې ښځې، دوه ماشومان او يو نارينه ووژل شول او دوه تنه نور ټپيان شول.
ننګ زياته کړه: دغه کسان له ده يک ولسوالۍ څخه د غزني ښارته روان و.
ويل کيږي د دغې پيښې ټپيان روغتون ته ليږدول شوي او د يو تن ټپي روغتيايي حالت خراب بلل شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته