امنیت

حامدکرزي د ملي شورا له غړو سره وکتل

کابلباختر دکب ٤ مـــــــــــــــــــه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي د ملي شورا له غړو سره په کتنه کې وویل چې د بګرام په پوځي مرکزکې د یو امریکايي افسر له خوا د قرآن کریم د سوزولو ناوړه پیښه د هغه د نادانۍ او ناپوهۍ له امله رامنځته شوې چې د امریکا حکومت د خپل افسر دغه تیروتنه منلې ده.

د باختراطلاعاتي اژانس ته دجمهوررييس دويندوى دمطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې .

په دې کتنه کې چې نن له غرمې مخکې په ارګ کې ترسره شوه، د هېواد جمهوررئیس وویل چې تاسو او د افغانستان خلکو خپل برحقه غږ پورته کړ او د امریکا حکومت هم په دې اړوند  ډیر ژر په اقدام لاس پورې کړ او د افغانستان له حکومت او خلکو څخه یې بخښنه وغوښته.

حامدکرزي زیاته کړه: موږ له هغوی څخه غواړو چې نه یوازې دا ډول عملونه دې په راتلونکي کې تکرار نه شي، بلکې نړیوال ځواکونه دې ټول هغه کارونه ترسره کړي چې زموږ د خلکو په دردونو او رنځونو د مرحم پټۍ  ولګول شي.

د هېواد جمهوررئیس وویل چې حکومت د مولوي محی الدین بلوڅ په مشرۍ یو پلاوی چې په ترکیب کې یې د افغانستان د عالمانو د سراسري شورا او د حج او اوقافو وزارت استازي شامل دي، د دغې پیښې د څیړنې لپاره د بګرام پوځي مرکز ته لېږلي دي چې نن مازیګر به د خپلو موندونو رپوټ راته وړاندې کړي او له هغه وروسته به د افغانستان دولت په دې اړوند پریکړه وکړي.

حامدکرزي څرګنده کړه چې پرون یې د ولسي جرګې له منشي سره چې د پروان ولایت د غور بند په ولسوالۍ کې و، ټیلیفوني خبرې وکړى او د یو شمېر لار یون کوونکو د شهادت له امله مې د هغه له لارې د سیمې خلکو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب څرګند کړل او ورته مې وویل چې د دغې پیښې په باب جدي څیړنې روانې دي.

جمهوررئیس پرونیو لاریونونو ته په اشارې سره وویل: زما هیله داده چې نور زموږ خلک د خپل عسکر او پولیس لخوا ونه ځورول شي او زموږ امنیتي ځواکونه وکولای شي چې  د لا ډیرې زده کړې او روزنې په ترلاسه کولو سره خپلې دندې په ښه ټوګه ترسره او دا ډول ستونزې له منځه یوسي.

حامدکرزي په دې غونډه کې پاکستان ته د خپل وروستي سفر په باب هم خبرې وکړې، اووې ویل: په دې سفرکې مې د پاکستان له حکومتي چارواکو او د دغه هېواد له ټولو مطرحو سیاسي او مذهبي لورو سره هر اړخیزې لیدنې کتنې لرلې.

د ولسي جرګې رئیس عبدالروف ابراهیمي هم په دې کتنه کې خبرې وکړې اووې ویل: ولسي جرګې د قرآن کریم د سوزولو د پیښې په غبرګون کې د اعتراض په توګه خپله پرونې غونډه وځنډوله او د دغه ناوړه عمل د غندلو په ترڅ کې یې له دولت، د ملګرو ملتونو له سازمان او نړیوالې ټولنې څخه وغوښتل چې د دغې پیښې عاملین دې مجازات او د دا ډول پیښو نه تکراریدل دې تضمین کړي.

ابراهیمي د خپلو خبرو په دوام له نړیوالو ځواکونو څخه وغوښتل چې د خپلو عملیاتو پر مهال دې له بشپړ احتیاط څخه کار واخلي.

همدا راز په دې کتنه کې د مشرانو جرګې منشي مولوي عبدالولي ناجي د بهرنیو عسکرو لخوا قرآن کریم ته سپکاوی په کلکه وغانده او د دغه ناوړه عمل د ترسرکوونکو د مجازاتو غوښتنه یې وکړه.

ده، همدا راز د دولت له وسله والو مخالفینو سره د مذاکرې په اړه خبرې وکړې او د جمهوررئیس سوله غوښتونکی سیاست یې وستایه،او وې ویل: سولې ته په قرآن کریم کې لوی خدای خیر ویلی دی او ټول مسلمانان یې په سوله کې ژوند کولو ته رابللي دي. موږ هم په پراخ تندي هغې ته هرکلی وایو او په دې پوهیږو چې جګړه او ورور وژنه هیڅ ستونزه نه شي حلولی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته