امنیت

په ميدان وردګوکې څوارلسو تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته

کابل باختر دوږي دمياشتې  ٨ :
د ميدان وردګو په ولايت کې د طالبانو د راکټي بريدله امله دوه تنه ماشومان شهيدان شول.
په دې پيښه کې د پنځو ښځو او پنځو ماشومانوپه ګډون دولس تنه نور ټپيان شول.
د ميدان وردګو ولايت وياندعطاالله خوږياڼي د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه پيښه نن له غرمې مخکې د لسو بجو په شاوخوا کې هغه وخت رامنځته شوه چې  طالبانو د ميدان وردګو ولايت د سيدآباد ولسوالۍ د يوسف خيلو او کړوخيلو په کليو راکټي او د هاوان بريدونه وکړل.
خوږياڼي تائيدکړه چې په دې پيښه کې دوه ماشومان شهيدان شوي او دپنځو ښځو او پنځو ماشومانو په ګډون دولس تنه نور ټپيان شوي دي.
ده وويل چې د دغې پيښې د عاملينو دپيژندنې او نيولو لپاره پلټنې پيل شوې دي.
په همدې حال کې دميدان وردګو ولايت په يوه روغتيايي مرکزکې ډاکترانو ددغې پيښې د څه ناڅه دريو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب وباله .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته