کابل باختر دوري دمياشتې ١٨ :
دوه تنه حرفه يي ماين ښخوونکي د هرات ولايت په کهسان ولسوالۍ کې دخپلو جوړشويو ماينونو دچاودنې له امله ووژل شول.
په هرات ولايت کې امنيتي مقامات وايي: دغه پيښه نن سهار دکهسان ولسوالۍ په خواجه رشيد سيمه کې رامنځته شوې ده .
دامنيتي مقاماتودڅرګندونوله مخې: طالبانو غوښتل دغه ماين دامنيتي ځواکونو دکاروان دلارې په اوږدوکې ښخ کړي؛ ماين په دوى وچاوديد .
په دې پيښه کې دواړه طالبان ووژل شول.
په سړک کې د ماينونو چاوديدنې په افغانستان کې د طالبانو يو جنګي تاکتيک دى چې ډېرې قربانى له ځانه سره لري.
دکهسان ولسوالۍ د هرات ولايت له په نسبي ډول يوه خوندي ولسوالۍ بلل کيږي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ