ټولنه

خلکو د خواهان مواصلاتي لاره پرانيستله

فيض آباد/ باختر د  چنګاښ دمياشتې ۱۲ مه
په يوه قومي اشر کې پرون د بدخشان ولايت له مرکز او له ګاونډيو ولسواليو سره د خواهان ولسوالۍ مواصلاتي لاره پرانيستل شوه.
د خواهان ولسوال محمد غفران ذکي د باخترآژانس خبريال ته وويل چې د خواهان او کوفاب د ولسواليو ترمنځ سړک کې چې له شپږو مياشتو را پدې خوا چې د ژمي د باران او واورې د اورښتونو له امله تړل شوى و، د دغې ولسوالۍ د خلکو له خوا د اشر په کار سره پرانيستل شو.
ده څرګنده کړه: اوس لاره د کوفاب، نسي، شکي او مايمي  د لسواليو د خلکو او وسايطو پرمخ پرانيستې ده.
ذکي څرګند کړه چې دغه سړک په تيروکلونوکې د کليوالي لارو د جوړولو د پروګرام له خوا جوړ شوى دى.
پاى_ج_ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته