امنیت

دوه تنه ماين ښخوونکي په غزني کې ووژل شول .

کابل باختر د چنګاښ شلمه :
دوه تنه ماين ښخوونکي تيره شپه په غزنې کې دخپل ماين دچاودنې له امله ووژل شول .
په غزني کې د ٢٠٣  قول اردو ددريمې لوا وياند محمد حنيف رضايي  دباختراژانس خبريال ته وويل چې دغه دوه تنه ماين ښخوونکي دهغه ماين دچاودنې له امله ووژل شول چې غوښتل يې دغزني ولايت داندړو ولسوالۍ د کج قلعه په ساحه کې ځاى پرځاى کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته