امنیت

په زابل کې اوو تنو وسله والو ته مرګ ژوبله واوښته

-قلات باخترد زمري د مياشتې ۲۱ مه
د زابل ولایت امنیتی چارواکی وايي چې د افغان ځواکونو او وسله والو مخالفانو تر منځ جګړو او د ماین په چاودنو کې پنځه تنه وسله وال مخالفان وژل شوی او دوه تنه نور یې ټپیان دي.
د امنیتی مسوولینو په خبره دغه دواړه پيښي د زابل ولایت په شملزو ولسوالۍ کې رامنځ ته شوي دي چې پر مهال یې پنځه تنه مخالفان وژل شوی او دوه تنه نور ټپیان دی
د زابل د والي ویاند ګل اسلام سیال باختر اژانس ته  وویل چې تیره شپه په شملزو ولسوالۍ کې د ملي اردو میشتو ځواکونو د دوراهي په سیمه کې له مخالفانو سره جګړه کړې  چې له امله يې درې تنه وسله وال ووژل شول او دوه تنه نور يې ټپيان شول،خو د ملي اردو سرتیرو ته هیڅ ډول زیان نه دی اوښتی.
سيال وايي دوي هیله من دي چې د وروستیو بریاو په تر لاسه کولو سره به په سیمه کې ثبات رامنځ ته شي او د بیا رغونې د کارونو لپاره به زمینه برابره شي.
د يو بل خبر له مخې په شملزو ولسوالي کې دوه تنه وسله وال مخالفین چې غوښتل يې په فرعي لاره کې ماین ځای پر ځای کړي د خپل ماین په چاودنه کې وژل شوي دي.
د زابل ولایت په شملزو ولسوالیو کې په داسي حال کې د دوو امنیتي پيښو پر مهال د پنځو وسله والو د وژل کیدو او دوو نورو د ټپي کیدو خبر ورکول کیږی چې پرون هم په نوبهار ولسوالي کې یو وسله وال د خپل ماین په چادونه کې وژل شوی و.پای/رووفي

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته