ټولنه

دښوونځي دجامو دنه لرلو له امله ديوماشوم ځان وژنه .

کابل باختر د غبرګولي يوولسمه :
په لغمان ولايت کې  يوماشوم په دې دليل چې کورنۍ يې ددې توان  نه درلود چې دښوونځي ځانګړي جامې ورته برابرې کړي  ځان وواژه .
عمران پرون دښوونځي دجامو دنه لرلو له امله په کور کې  ځان زندى کړ او په دې ډول يې خپل ژوند پاى ته ورساوه .
دعمران  يو خپلوان د باختراژانس ته خبر ورکړ. دئ  له يوې خوا دښوونځي  له لورې ترفشار لاندې و چې بايد دښوونځي ځانګړې جامې واغوندي او له بلې خوا کورنۍيې ددغو جامو دپيرودلو  توان نه درلود .
په لغمان کې زده کوونکي  شين رنګه  ځانګړي جامې اغوندي .
  دعمران پلار  ددين عالم دى خو دسختې اقتصادي بې وزلۍ له امله ځوريږي
په همدې حال کې  دلغمان ولايت يوه امنيتي مسوول دښوونځي ددغه زده کوونکي ځان وژنه تاييد کړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته