سیاست

جمهوررئیس غني بانکي‌مون ته د غازي‌ امان‌الله خان عالي دولتي نښان ورکړ

کابل_باختر د تلې د مياشتې ١٤ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني تېر ماښام د ملګرو ملتو د سازمان سرمنشي بانکي‌مون ته د غازي امان‌الله خان عالي دولتي نښان ورکړ.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې مناسبت د اروپايي اتحادیې په مرکز بروکسل ښار کې جوړو شویو مراسمو کې، جمهوررئیس د یاد مډال له ورکړې وروسته په ملګرو ملتو سازمان کې د سرمنشي په توګه د ښاغلي بانکي‌مون د ماموریت پر مهال د هغه د خدمتونو قدرداني وکړه.
جمهوررئیس د یو فرمان له لارې د ملګرو ملتو د سازمان د پياوړتیا، پرمختیا او پایدارې پراختیا، په ټولنیزو برخو کې د ښځو له نقش څخه د ملاتړ، په کړکیچ کې له ښکېلو هېوادونو څخه د ملاتړ او د بین المللي ستونزو د حل په موخه د ښاغلي بانکي‌ مون د هڅو او خدمتونو د قدردانۍ په خاطر نوموړي ته د غازي امان‌الله خان عالي دولتي نښان ورکول منظور کړل.
د یادونې وړ ده، چې د ملګرو د ملتو سازمان د سرمنشي په توګه د ښاغلي بانکي‎مون د دندې موده په نږدې راتلونکي کې پای ته رسیږي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته