امنیت

د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو کورنیو ته د استوګنې داپارتمانونو کیلۍ ورکړې شوې

کابل/ باختر/ د سلواغې د مياشتې ٢ نيټه
د ملي دفاع وزارت په وړاندیز او د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمد اشرف غني د حکم پر بنسټ د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو کورنیو ته د اوو اپارتمانونو کیلۍ ورکړې شوې.
باخترآژانس ته په رسيدلې خبرکې ويل شوي دي
د ارګ په ګلخانې ماڼۍ کې په دې مناسبت جوړو شويو مراسمو کې د ملي دفاع، کورنیو چارو او ښار جوړولو وزیرانو هم حضور درلود، د جمهوررئیس فرهنګي سلاکار اسدالله غضنفر د استوګنې داپارتمانونو د ورکړې حکم ولوست او د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو اوو کورنیو ته جمهوررئیس د اپارتمانونو کیلۍ ورکړې.
د هېواد جمهوررئیس د ځمکنۍ بشپړتیا، ملي ګټو او خلکو د دفاع او ساتنې په برخه کې د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو د سرښندنو، زړورتیا  او مېړانې او د هغوی د کورنیو د صبر او زغم ستاینه وکړه او وې ویل: زموږ د شهیدانو ارزښتناک خدمتونه به په زرینو کرښو ولیکل شي.
هغه د شهیدانو کورنیو ته په خطاب کې وویل: موږ ستاسو د اولادونو دَین نه شو ادا کولی، د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه زما د اولادونو په شان دي او تل زما لارښونه داده چې د شهیدانو کورنیو ته پر وخت رسیدګي وشي او ستونزې یې حل شي.
ولي محمد عبدیاني د شهیدانو د وارثانو په استازیتوب د خبرو پرمهال  د شهیدانو کورنیو ته د جمهوررئیس د پاملرنې او خواخوږۍ قدرداني وکړه وې ویل: د هېواد اولادونه د خپلې خاورې د دفاع او عزت لپاره قرباني ورکوي او افغانستان پر موږ ټولو حق لري.
د ښاراوکور جوړولووزیر سید سعادت منصور نادري په خپلو خبرو کې وویل، د دغه وزارت اړوند تر کار لاندې اپارتمانونو یوه برخه د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو کورنیو ته ځانګړې شوې. هغه زیاته کړه، هڅه کوو چې خپل دیني رسالت پر ځای کړو او د ښاراوکور جوړولو وزارت او د امنیتي او دفاعي بنسټونو ترمنځ ښه همغږي شته.
پاى- سعيده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته