فرهنګ

دهيواد دشاعر او ليکوال جاويد فرهاد پوښتنه وشوه .

کابل باختر د کب دريمه :
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دمشرتابه هيئت  دهيواد دشاعراو ليکوال  جاويد فرهاد پوښتنه وکړه  .
  دباختراژانس  دخبر له مخې ،  داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دخپرونو دچارو معينې ميرمن سيمين  حسن زاده او ددغه وزارت يوشمير رييسانو دهيواد دمشهور شاعر او ليکوال  جاويد فرهاد  دده په کور کې  پوښتنه وکړه .
  دخپرونو دچارو معينې  دهيواد دپياوړي شاعر او ليکوال  جاويد فرهاد دبيا روغتيا له امله  دخوښي دڅرګندولو په ترڅ کې  دى  دهيواد دفرهنګ او سياست کې اغيزمنه څيره وبلله  او داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  په استازيتوب يې  دده دلاښې درملنې په لاره کې ددغه وزارت تيارى  اعلام کړ او ويې ويل :  د علمي ، ادبي اوفرهنګي  شخصيتونو او درسنيو  دخاوندانو ملاتړ  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت له مسووليتونو څخه دى له همدې امله په روان کال کې دخبريالانو ، هنرمندانو ، شاعرانو او ليکوالو دمالي ملاتړ صندوقونه جوړ شول چې په بيړنيو  حالاتو کې په درې واړو حوزوکې  له اړوکسانو سره  مالي مرستې کوي .
  دخپرونو دچارو معينې زياته کړه  دهيواد دليکوالو اوشاعرانو مفکوره او قلم دى چې دافغانستان دادب او فرهنګ  دساتنې پراختيا  او دليږدونې تګلوري  راتلوونکو نسلونو او دهيواد له پولو څخه بهر دنړۍ  نوروملتونو ته  برابروي .
له دې امله بايد دهيواد دعلمي او فرهنګي شخصيتونو له معنوي شتمنۍ څخه  چې له قلم او مفکورې پرته  بله شتمني نه لري  ، په هراړخيزه توګه ملاتړ وشي .
  سيمين حسن زاده څرګنده کړه چې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت په دې لټه کې دى  چې  دافغانستان داسلامي جمهوريت  ددولت په مالي ملاتړ له هيواد څخه په بهر کې  داستاد جاويد فرهاد دبشپړې درملنې  زمينه برابره کړي .
دې وويل  داطلاعاتو او فرهنګ وزارت تر څنګ  رسنۍ  او فرهنګي مرکزونه  ددې مسووليت لري  چې د عاطفې ، همدردۍ اودده دسلامتيا  دهيلې په ترڅ کې  خپلې علمي مرستې اوهمکاري هم  داستاد فرهاد  دچټکې درملنې لپاره  اعلام کړي  چې ددغه  تلپاتې شعر پربنسټ  چې  بني آدم اعضاي يک ديګر اند = که درافرينش زيک جوهر اند .
په ټولنه کې دهمغږۍ  او همدردۍ  فرهنګ  پراخ بنسټه شي  .
  ديادونې وړ ده چې جاويد فرهاد څو ورځې مخکې  دماغزو دوينې  له بهيدو سره  مخامخ شوى و ،  چې له امله يې  ښې لاس يې  له کاره  وتلى دى.
ډاکترانو خبر دارى ورکړى دي چې  په خپل وخت  او په چټکتيا سره  دده دنه تداوي  په صورت کې  ښايي  بيا  له سخت بريد سره مخامخ شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته