امنیت

په بشر دوستانه مرستو بار پنځه موټرونه د طالبانو له خوا وسوځول شول

کابل- باختر د وږي دمياشتې ٢٢
طالبانو پرون په بدخشان ولايت کې د نړۍ د خوړو د سازمان پنځه موټرونه وسوځول.
دبدخشان ولايت دامنيې قوماندانۍ د امنيت آمر سمونوال سخيداد حيدري دباختر آژانس خبريال ته وويل: د نړۍ د خوړو د سازمان پنځه کاماز موټرونه چې د فيض آباد له ښارڅخه د ياوان ولسوالۍ په لور روان و؛ په کوز يفتل کې د طالبانو له خوا وسوځول شول.
حيدري څرګنده کړه: د (ډبليو اف پي) دغه پنځه باروړونکي کاماز موټرونه چې خوراکي توکي يې د فيض آباد له ښار څخه د ياوان ولسوالۍ ته ليږدول؛ د خوراکي توکو له تشولو وروسته د ستنيدو په وخت کې د ياوان او د کوز يفتل د ولسواليو ترمنځ پوله کې د طالبانو له خوا وسوځول شول.
د دغو موټرو چلوونکي په تيښتې بريالي شوي او ځانونه امنيتي موظفينو ته سپارلي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته