خبرونهتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

تبصره

کابل، د غبرګولي٢مه، باختر

د عامې روغتيا وزارت په هېواد کې د پوليو واکسين بله دوره په داسې حال کې پيل کړې چې افغانستان د یادې ناروغۍ له منځه وړلو ته نږدى شوى، د باختراژانس مبصر ليکي ؛ په هېواد کې د يوليو واکسين بله دوره پيل شوې او ټاکل شوې ده په دې دوره کې څه ناڅه لس ميليونه ماشومان د دې ناروغۍ پر وړاندې چې کولاى شي ماشومان په دايمي فلج اخته کړي، واکسين شي.

د نړۍ په کچه يوازې په افغانستان او پاکستان کې د پوليو ويروس شتون لري.

په افغانستان کې د روان ميلادي کال په بهير کې يوازې  د پوليو يوه مثبته پېښه ثبته  شوې ده.

مقامات وايي  چې د دغه ویروس جنیټیکي ریښه د پاکستان کویټې له مثبتو پېښو سره تړاو لري.

تېرکال  په افغانستان کې  د پوليو ٤مثبتې پيښې ثبتې شوې وې.

د هېواد د عامې روغتيا وزارت چارواکي وايي چې افغانستان  د دې ناروغۍ بشپړ له  منځه وړولو ته نږدې شوى، اوس د دې اړتيا ده چې ټول لاسونه سره ورکړو او د پوليو واکسين تطبيق  په کمپاين کې همکاري وکړو.

د پوليو واکسين په تېره دوره کې  يو لړ ستونزې رامنځته شوې، په قندهار او تخار کې  د پوليو واکسين د تطبيقولو پر رضاکارانو بريدونه وشول چې د سر زيان يې رامنځته کړ.

په داسې حال کې چې د پوليو واکسين پروګرام يو ملي پروګرام دى او د دې اړتيا ده  چې له هغه څخه د ماشومانو د ژغورلو عامل  په توګه ملاتړ وشي.

لازمه ده چې  چې مسوولين دې له منبرونو ، ښوونځيو او د رسنيو له لارې په تبليغ

کولو او د قومي مشرانو له نفوذ څخه په استفادې د دغه پروګرام په ترسره کولو عمل وکړي.

ماشومان چې د هېواد راتلوونکی جوړوي نو باید روغتيا او سلامتيا ته یې جدي پاملرنه وشي.

\ ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته