امنیت

په بلخ کې د جنايي جرمونو کچه راټيټه شوې ده

کابل / د غبرګولي ۶ مه / باختر
د بلخ د امنيې قوماندانۍ وياند وايي چې د دغه ولايت په مرکز کې د جنايي جرمونو کچه راټيټه شوې ده.
د بلخ پوليسو وياند عادل شاه عادل د باختر آژانس له خبريال سره په خبرو کې په داسې حال کې په دغه ولايت کې د جنايي جرمونو د کمښت خبر ورکړ چې د بلخ د امنيې قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې منسوبينو په تېره يوه اوونۍ کې ٧ تنه د وسله والو غلاوو په تړاو د مزارشريف ښار له مربوطاتو څخه ونيول.
په همدې حال کې د بلخ والي محمد فرهاد عظيمي دوه ورځې مخکې د موټرو د تورو ښيښو او فلمونو د پاکولو په اړوند يوشمېر تصويرونه په خپله فېسبوک پاڼه کې خپاره کړي او ليکلي وو: هېڅکله نه پرېږدم چې تورې ښيښې او تور فلمونه د خلکو ژوند ګډوډ کړي. په دې برخه کې په جديت سره پر مخ ځو.
د بلخ والي پوليسو ته لارښوونه کړې ده چې په مزارشريف ښار کې د تورو ښيښو لرونکو موټرو د ګرځېدو راګرځېدو مخه ونيسي او تورې ښيښې له منځه يوسي.
په همدې حال کې د مزارشريف ښار يوشمېر اوسېدونکي له جنايي جرمونو سره د مبارزې او د مجرمينو د نيولو په برخه کې د بلخ پوليسو هلې ځلې ستايي او د دغه ولايت په مرکز او ولسواليو کې صفر ته د جنايي جرمونو کچې د راټیټېدو غوښتنه کوي.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته