ټولنه

جاپان د لرغونپوهنې په برخه کې زياته همکاري کوي

کابل باختر  دوري ديارلسمه :
په کابل کې د جاپان سفير نن د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له سرپرست پوهاند محمد رسول باوري سره په کتنه کې د لرغونپوهنې په برخوکې د دغه هېواد د زياتو همکاريو ډاډ ورکړ .
د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې:
په دې کتنه کې د افغانستان د تاريخي آبداتو په تېره بيا لرغونپوهنې، د باميانو د تاريخي آبداتو، تياتر، فلم، رسنيو او دغه راز د افغانستان د فرهنګي ميراثونو په تېره بيا د باميانو د مجسمو په باب د سمپوزيم د جوړولو چې ټاکل شوې ده  د روان ميلادي کال د اکټوبر په مياشت کې د يونسکو له خوا د جاپان په همکارۍ د توکيو په ښارکې ترسره شي؛ د جاپان د همکاريو په باب خبرې اترې وشوې .
په کابل کې د جاپان سفير ميتسوجي سوزوکا په داسې حال کې چې د جاپان سفارت لومړى سکرتر هم حاضر و؛ د دې ترڅنګ چې په دغو برخوکې د دغه هېواد د همکاريو ډاډ ورکړ؛ د ټلويزيوني فلمونو او پروګرامونو فهرست او د معلوماتو يوه ټولګه يې چې د اسلامي فرهنګ او ارزښتونو پرخلاف نه دي؛  د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ته وسپارله.
  دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست پوهاند محمد رسول باوري په بېلابېلو برخو او په تېره بيا په فرهنګي برخوکې د جاپان د همکاريو له امله  قدرداني وکړه اوڅرګنده يې کړه چې جاپان د افغانستان  له ښو دوستانوڅخه دى.
ده د دې ترڅنګ چې د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت سره يې د جاپان د همکاريو د پراختيا غوښتنه وکړه؛ څرګنده کړه چې په بېلابېلو برخو او په تېره بيا په فرهنګي برخوکې د جاپان مرستې ځانګړى ارزښت لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته