کابل/ باختر/دغبرګولي دمياشتې٢٢مه
پنځه تنه وسله وال طالبان تېره شپه په غزني ولايت کې ونيول شول.
د غزني د والي وياند محمد عارف نوري باختر آژانس ته وويل: امنيتي ځواکونو دغه وسله وال طالبان د غزني ښار او د اندړو او خواجه عمري ولسواليو په مربوطاتو کې ونيول.
نوري زياته کړه: نيول شويو کسانو په غزني ولايت کې په ډار اچوونکو بريدونو، د ماينونو په ښخولو او د امنيتي منسوبينو په وژلو کې لاس درلود.
پاى ذکرالله
0 د یوې دقیقې څخه لږ