ښوونه او روزنه

دخصوصي لوړوزده کړو په فارغانو دديپلومونو دويشلو بهير پيل شو

کابل باختر د کب دمياشتې  ٢١ :
د لوړو زده کړو خصوصي دموسساتو فارغانو ته د ډیپلومونو د ویش لړۍ نن د لوړو زده کړو وزیرې له خوا پیل شوه.
په هغه غونډه کې چې په دې اړه دلوړو زده کړو په وزارت کې د دغه وزارت رهبري پلاوي، خصوصي پوهنتونونو د اتحادیي مسؤلینو د خصوصي پوهنتونونو رئیسانو او استادانو په ګډون جوړه شوې وه، د لوړو زده کړو وزیرې پوهنوالې ډاکترې فریدې مومند وویل: "د لوړو زده کړو خصوصي موسساتو فارغانو ته د ډیپلومونو د ویش په اقدام سره غواړو وښایو  چې د دولتي او خصوصي پوهنتونونو د فارغانو تر منځ هیڅ ډول توپير شتون نلري او د یادو موسساتو د اسنادو څخه په ګټه اخیستنه کې هر ډول شک او تردید له منځه لاړ شي "
دلوړوزده کړووزيرې زیاته کړه: لوړو زده کړو وزارت په جدي څارنې سره د خصوصي موسساتو ټولو فارغانو ته د ډیپلومونو د ویش اسانتیاوې برابروي. نوموړې د فارغانو د حقوقي اسنادو، شمولیت اساس، نتيجو، فراغت کتاب او ډیټابیس ته په اشارې سره وویل، د ډیپلومونو د ویش لپاره یې میکانیزم جوړ کړی چې په کې د هر ډول خیالي محصلانو او فارغانو له حضور څخه مخنیوي کیږي.
لوړو زده کړو وزیرې زیاته کړه د لوړو زده کړو خصوصي بنسټونو د وضعیت ښه والي لپاره د معیارونو په نظر کې نیولو سره د دایمي علمي کادرونو جذب دی او ورته باید لومړیتوب ورکړل شي. دې دغه راز وویل هغه بنسټونه چې پرته له جواز څخه فعالیت پیل کړي او یا هغه بنسټونه چې د لوړو زده کړو له مقرراتو او طرزالعملونو په نظر کې نیولو پرته د ماسټرۍ پروګرامونو د پیل لپاره اقدام وکړي، په وړاندې به یې جدي اقدام وکړي.
همدارنګه د لوړو زده کړود خصوصي بنسټونو د اتحادیې رئیس شفیع الله نعیمي د لوړو زده کړو بنسټونو فارغانو ته د ډیپلومونو ویشل ارزښتناک ګام وباله او دا یې د لوړو زده کړو وزارت په ځانګړې توګه لوړو زده کړو وزیرې پوهنوالې ډاکترې فریدې مومند لپاره یوه ستره لاسته راوړنه وبلله.
په غونډه کې همدارنګه د خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو رئیس پوهندوي محمد امیر کاموال وویل؛ که څه هم ډیپلومونه یو کال د مخه چاپ شوي وو خو د ویش لپاره یې دلوړو زده کړو وزارت په یو ځانګړي طرزالعمل کار وکړ چې له مخې به یې ريښتینو فارغانو ته ډيپلومونه وویشل شي.
د غونډې په پای کې د خصوصي پوهنتونونو یو شمېر فارغانو ته د لوړو زده کړو دوزیرې او داړوندو ادارود مسؤلینو له خوا ډیپلومونه ورکړل شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته