امنیت

درې تنه ډار اچوونکي په تالقانو کې ونيول شول .

کابل باختر د مرغومي  دريمه :
دملي امنيت رياست پرون په تخار ولايت کې درې تنه وسله وال طالبان له يوې اندازې چاوديدونکو توکو اوجنکي وسايلو سره ونيول .
دتخار ولايت دملي امنيت رياست ديوه مسوول خبرځاى باختراژانس ته وويل چې دوسله والو طالبانو دډلې يوتن غړى او دوه تنه ځوان زامن يې چې په تخار ولايت کې دوسله والو طالبانو دمرکزي کميسيون دمسوول مولوي عتيق الله تروريستي شبکې پورې اړوند دى دملي امنيت دمنسوبانو له خوا دتالقانو ښار په چنزايي کلي کې ونيول شول .
يوه اړونده خبرځاى وويل دغه کسان دمولوي عتيق الله  په لارښوونه په خپل کور کې دتروريستي اوورانکارو فعاليتونو او دچاوديدونکو توکو او مهماتو په ساتلو  لاس پورې کول .
دغه مسوول خبرځاى زياته کړه ددوى يوه اندازه مهمات ، ځانمرګي واسکتونه  او وسلې ترلاسه شوې دي .
    ختم_  عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته