سیاست

جمهوررئیس غني: د افغانستان دمعمارۍ مشخص سبک باید رامنځته شي

کابل_باختر د لړم د مياشتې ١٧ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې په درېیم ملي ښاري کنفرانس کې چې د ارګ په سلام خانې ماڼۍ کې جوړ شو، ګډون او وینا وکړه.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په پیل کې د ښار او کور جوړولو وزیر سید سعادت منصور نادري د ښاريانو د خوندیتوب په خاطر د ښاري پراختیايي پروګرامونو څخه د جمهوررئیس د بې درېغه او صمیمانه ملاتړ څخه په مننې وویل، د ښار او کور جوړولو  وزارت د دغه ملاتړ او دغه وزارت د کارکوونکو د دوامداره هڅو له امله په دې بریالی شوی دی چې په تېر یو کال کې د افغانستان په معاصر تاریخ کې د ښاري پراختیا بي سارې پروژې بشپړې او تطبیق کړې.
د ښارجوړولو وزیر نامتوازنه وده، کلیوالو سیمو څخه ښارونو ته د زیاتو خلکو راتګ، د ښاري نفوس چټکه وده، د کډوالو راتګ، د خپلسرو ودانیو جوړول، سخته بېوزلي، د کورونو کموالی، د ښاري قوانینو نه رعایت، چاپیریال ساتنې ته نه پاملرنه او د ښاري زیربناو نشتوالی د افغانستان د ښارونو عمده ستونزې وبللې او زیاته یې کړه، د دغو  مواردو له امله نن سبا زموږ ښاري سکتور له ګڼو ستونزو سره مخ دی.
ښاغلي نادري وویل، د دویم ښاري ملي کنفرانس د ژمنو په اساس، تېر یو کال کې د ښارونو ستونزو ته د رسیدګۍ په موخه د ښاري سکتور په مرسته دښاري پراختیا عالي شورا او د افغانستان د ښارونو اطلس جوړ شوی، غیر پلاني سیمو اوسیدونکو ته د ملکیت سند وېش پیل او د ښاري لومړیتوبونو ملي پروګرام ترتیب شوی، د ښاروالیو، ښارجوړولو او اراضۍ قوانین بشپړ او د ښاري سکتور ادارو سره همغږي رامنځته شوې، د پایتخت زون اداره رامنځته او  ملي ولسي تړون پروګرام عملا پيل شوی دی. 
د ښارجوړولو وزیر سید سعادت منصور نادري په ډاګه کړه، د چین له خوا د ۱۰۰۰۰ ژمنه شویو کورونو د جوړولو مقدماتي کارونه پای ته رسیدلي او ژر به یې د بنسټ ډبره کېږدي، ددې تر څنګ  ۱۰۰۰کورونه د قطر هېواد جوړوي او د هرات او خوست ولایتونو کې هم د کورونو جوړولو پلان ترتیب شوی دی او د لویو ښارونو په ماسټر پلان بیاکتنه روانه ده. هغه زیاته کړه، د دغو چارو د ترسره کولو لپاره بشري ځواک ته اړتیا ده، چې د ښارجوړولو وزارت د بشري سرچینو په برخه کې ریفورم پای ته رسیدلی دی او تر ټولو تکړه خلک یې جذب کړي دي.  
سیدسعادت منصور نادري څرګنده کړه، د درېیم ښاري ملي کنفرانس د ترتیب لپاره له ۳۰۰۰ کسانو څخه نظریات اخېستل شوي او د ولایتونو څخه یې په ټلفوني او انلاین توګه نظرونه راټول کړي دي، هغه زیاته کړه، په پام کې لري چې د ښاري پراختیا او ښاري ستونزو د حل او لا ښې پيژندنې په موخه به بل ځل دې ورته کنفرانسونه د ولایتونو په ښارونو کې جوړ کړي چې د هغو ولایتونو خلک هم د خپلو ښارونو د ستونزو د حل په خاطر ورسره نظریات شریک او مناسبې حل لارې یې ولټوي.
د مدني ټولنې په استازیتوب رحیم جامي د ښاري ستونزو په اړه درې اساسي ستونزو ته اشاره وکړه، بودجه، عواید او انګیزه، هغه وویل، له بده مرغه دا مهال په ښاریانو کې د مالکیت احساس او ښاري فرهنګ ډېر کمزوری دی، هغه زیاته کړه، موږ هغه وخت ښاري پروګرامونه کامیابولی شو چې خلک ښاري فرهنګ ته توجه او د حکومت له پروګرامونو ملاتړ وکړي.
ورپسې محمد عاصم او سمیره الکوزۍ د ښاري خوندیتوب په اړه هغه پرزنټیشن چې په ګډه یې چمتو کړی و، د غونډې ګډونوالو ته وړاندې کړ، چې په هغه کې د ښاریانو د خوندیتوب پر وړاندې مهم موارد، جنګ، جرایم، ترافیک، روغتیا، کورنۍ ستونزې، د ښځو ځورول او نورو ته اشاره شوې وه. هغوی وویل دا مهال په ښارونو کې د جنګونو په پرتله د  ککړ چاپیریال د قربانیانو شمېر زیات دی. همدارنګه د ودانیزو شرکتونو د اتحادیې په استازتوب نعیم یاسین د ودانیزو شرکتونو ستونزې او په اړه یې وړاندیزونه بیان کړل او ورپسې جنرال ایوب د ښاري ستونزو په اړه د خپلو مشاهداتو او په رڼا کې وغږید.
جمهوررئیس د ویناوالو د خبرو له اوریدو وروسته وویل، ښاري سکتور کې زموږ مهمه ستونزه د مشخصې پالیسۍ نشتوالی دی، د ښاري سکتور د ودې لپاره تاسې بهرنیو مرستو ته اړتیا نه لرئ، زموږ ښاري سکتور پخوا په یوې فکرې تشه کې واقع و، په دې یې فکر کاوه که کوم خارجي راشي او پيسې ورکړي چې بیا کوم تعمیر ورباندې جوړ کړي، ښارونه  تعمیر په تعمیر نه، بلکې ښارونه زړه په زړه جوړیږي.
جمهوررئیس وویل،" زه د کابل ښار له معتبرو اوسېدونکو ګیله لرم، زه له هغه چا ګیله نه کوم چې په غرونو کې اوسېږي، ګیله مې له هغو ده چې په وزیراکبرخان، شهر نو،  کارته چهار، کارته سه او خیرخانه کې ژوند کوي، ستاسو د هر یو کور سلګونه زره ډالره او د بعضو ملیونونه ډالره ارزښت لري، دومره توان نه لری چې خپل سړکونه پاخه کړئ؟ د خپلو محافظینو په ورځني لګښت مو سړګونه پخېږي، د همدې نظام له برکته مو هر شی ترلاسه کړي، اوس د اسلامي اصولو په اساس اړتیا ده چې زکات او صدقه یې ورکړئ. ”
محمداشرف غني  څرګنده کړه، د هر کار د ترسره کولو لپاره درې مرحلې په پام کې نیول کېږي، تحلیل، پالیسي او تطبیق له دې پرته امکانات بیځایه لګول کېږي. لومړي قدم کې باید د مشکلاتو په اړه یو واضیح درک ولرو او دا ډول درک او تحلیل تر بل هر چا خلک او زموږ مدني ټولنه په ښه توګه وړاندې کولی شي. که ددغه تحلیلونو په اساس پالیسۍ جوړې شي په عملي کولو کې به یې ستونزې کمې وي.
جمهوررئیس وویل، د تطبیق په مرحله کې زموږ ادارو چې کوم ډول انسجام موندلی دی، د پيسو د لګولو ظرفیت نه لري. د پيسو لګول اسانه دي، خو په شفافه توګه د پيسو د لګولو نشتوالی چې خلکو ته خدمتونه وړاندې کړای شي، هم خصوصي سکتور ته جدي ستونزې پيدا کوي او هم دولت ته. هغه زیاته کړه، په دې برخه کې یو ملي بحث ته اړتیا لرو، چې د مصرف ستونزې په اساسي توګه تشخیص او چاره یې وکړو.
جمهوررئیس غني وویل، د کابل اوسنی ښاري حالت د اندېښنې وړ دی، موږ غواړو چې خلک د بابر د وخت په څیر د کابل په وصف کې شعرونه ووايي نه د کابل د ستونزو په اړه، زموږ هڅه داده چې ۹۰سلنه دولتي ادارې دارالامان ته انتقال کړو، چې د امان الله خان د وخت د تاریخ دا نابشپړ شوی څپرکی بشپړ شي. هغه زیاته کړه، زموږ خلک تر ټولو ډېرې پیسې په جوماتونو لګوي، خو د جوماتونو جوړولو ځانګړی سبک نه لرو چې زموږ د ملي فرهنګ ښودنه وکړي، دغه راز زموږ د ملي او اسلامي فرهنګ د خوندیتوب لپاره په کار ده چې د افغانستان دمعمارۍ یو مشخص سبک باید رامنځته شي.
په پای کې جمهوررئیس د غونډې له برخوالو هیله وکړه، چې د ښارونو په اړه باید یو تاریخي او فرهنګي بحث رامنځته کړي، داسې بحث چې زموږ د ملي او اسلامي فرهنګ نښې په کې ولیدل شي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته