سیاست

دملي دفاع وزير دايران دکورنيو چارو له وزير سره وکتل

دملي دفاع وزير سترجنرال  عبدالرحيم وردګ نن د ايران دکورنيو چارو له وزير مصطفي  محمد نجار سره دملي دفاع وزارت په مقر کې وکتل .

 دباختر اطلاعاتي اژانس ته دملي دفاع وزارت  دمطبوعاتي دفتر دمعلوماتو له مخې ، دسيمې او هيواد امنيتي حالات ددواړو لورو د خبرو په مرکز کې و .

 لومړي دهيواد دملي دفاع وزير دتروريزم او القاعده  پرخلاف دمبارزې په کار کې  دملي اردو دبرياليتوبونو په باب خبرې وکړې او هغه پرمختياوي يې چې دملي اردو  له خوا د خپلواکو محاربوي  عملياتو په پرمخ بيولو  کې ترسره کيږي بيان کړي ويې ويل ، ملي اردو له پروګرام سره  سم افغان امنيتي ځواکونو ته دامنيت دمسووليت ليږدونې ته دوام ورکوي .

 دواړو لورو   ټينګار کاوه چې دواړه هيوادونه افغانستان او ايران  په ديني فرهنګي ژبني ،  تاريخي او ټولنيزو اړيکو ته او دغه راز متقابل  بارو ، ښه ګاونديتوب  اصل ته په پاملرنې سره ددوو مسلمانو ملتونو په ډول ديوبل خپلواکي  د ځمکني بشپړتيا  او ملي واکمني ته بشپړ درناوي ولري .

  ددواړو هيوادونو ددفاع اوکورنيو چارو وزيرانو په خبرو کې دتروريزم ،دنشه يي توکو دقاچاق ، دوسلې دقاچاق ، سازمان موندونکو  جنايتونو  او دکورنيو اوبهرنيو ډلو او افرادو  د سرحدي ورانکاريو پرخلاف  په ګډې مبارزې ټينګار وکړ .

  په مقابل کې دايران  دکورنيو چارو وزير  وويل    چې دغه هيواد تياري لري چې په بيلابيلو برخو  او په غير پوځي  طرحو کې  دګډون  په لاره کې  زياته مرسته   او همکاري  وکړي .

  په پاى کې دافغانستان دملي دفاع وزير  زموږ هيواد ته  دايران داسلامي جمهوريت دکورنيو چارو دوزير  دراتگ له امله  دمنني په ترڅ کې  دافغانستان دبيا جوړولو لپاره ددغه هيواد دوړيا همکاريو  له امله قدرداني وکړه  او ددوه اړخيزو همکاريو په لازيات ټينګښت اوزياتوالي باندې يې ټينګاروکړ . ختم-بشرمل

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته