فرهنګ

له اردو ژبې څخه دري ته داقبال دکلياتو دکتاب ژباړنه پرانستل شوه .

-کابل باختر د سلواغې  پنځمه :
دهېواد دپياوړي ليکوال او شاعر محمد افسر رهبين  له اردو ژبې څخه  دري ته  دمنظومې  ژباړنې  داقبال کليات  پرون  په کابل کې  پرانستل شول .
  دباختراژانس  دخبريال دخبرله مخې ،  دغه کتاب  دسنا مجلس دلومړي نايب  محمد علم ايزديار ،  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دخپرونو دچارو دمعين فاضل سانچارکي او ددغه وزارت  دمالي اداري او ګرځندوي دمعينې پوهنيارې  سيدې  مژګان مصطفوي او د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دمشرتابه هيئت  ،  د پوهنتونونو ديوشمير استادانو ،  علمي او فرهنګي شخصيتونو او دبهرنيو ميلمنو  په شتون  پرانستل شو .
  په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت  جوړه شوې وه ، داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دخپرونو دچارومعين فاضل سانچارکي  خبرې وکړې او ويې ويل زموږ خلک  که څه هم  دعلامه  اقبال لاهوري  له اثارو فرهنګ او مفکورې سره  بلد و ،  خو په هغو اثارو چې په اردو ژبه  ليکل شوي او دمنظومې په ډول  ويل شوي و  ،  کم لاسبرى درلود .
ده زياته کړه  دهېواد  پياوړي شاعر  ليکوال ، فرهنګي او دادب خاوند  استاد محمد افسر رهبين  زيات  زحمت تير کړى دى او دغه له  محتوا ډک اثر يې  په منظوم ډول  ژباړلې دى  چې په حقيقت کې  داکار  ادبي  شهکاري  بلل کيږي .
  سانچارکي وويل  چې داستاد رهبين داکار دستاينې او قدر وړ دى  چې هيله لرم  له دغه  ارزښتناک اثر څخه  دفرهنګ خاوندان  په تيره بيا  ځوانان  زياته استفاده وکړي او دعلامه  اقبال لاهوري  له مفکورو او افکارو سره  چې  داسلامي مفکورې  يو احيا کوونکي  دى ، زياته بلدتيا  پيداکړي .
  په دې غونډه کې  دسنا مجلس  لومړي نايب محمدعلم ايزديار هم  په خپلو خبرو کې وويل ( زموږ دهېواد  مشهور شاعر او ليکوال محمد افسر رهبين  ددې هېواد يو  پياوړي ليکوال او رسالتمند دى  چې زموږ  د نننۍ  او راتلونکې ټولنې پرمخ  دهند په نيمه وچه کې  زموږ دژبې او فرهنګ  دخزانو دپرانستلو لپاره تلپاتې ګامونه اخستي دي .
  ايزديار زياته کړه چې ده  پخوا  دهندي څيړونکي  ډاکتر سلمان  رضوي  دتاليف ( شاعران فارسي سرا ) کتاب  ژپاړلې دى .چې په دې اثر کې  موږ له  څو تنو  هغو هندي  شاعرانو سره  چې په فارسي ژبه يې  شعرونه ويلي دي  ،  بلدتيا  پيداکوو .او اوس  يې دعلامه اقبال اردو کليات  په شعر اړولى دى  چې په حقيقت کې يې  زموږ پرمخ  په فارسي  دري ژبه  يوه بله خزانه  پرانستې ده .
دسنامجلس  لومړي نايب وويل (  ډير مهم او ارزښتناک ټکى دادى : فارسي ژبه  چې  اوس په افغانستان کې  هغه  په رسمي ډول دري بولي ،  کابو زرکاله په هندوستان کې رسمي  او ديواني  ژبه  ده .  دهغو سلګونو تنو هندي شاعرانو نومونه  چې په دري  فارسي ژبه يې  شعرونه  ويلي دي  په هند کې  دفارسي ژبې دادبياتو په تاريخ کې  ثبت شوي دي  چې له دې جملې  څخه دامير خسرو دهلوي ، مرزا عبدالقادر بيدل ، اسد الله خان غالب او داقبال يادونه کولى شو .
  محمد علم ايزديار زياته کړه : ( کله چې موږ  له دغه حقيقت سره  مخامخ کيږو  چې دفارسي ژبه  زر کاله  په هند کې  ددفتر او ديوان  ژبه  ده او  دهند تاريخ او ټولنه  په دې زرو کلونو کې بايد په فارسي ژبه  وپيژنو . په هند کې  دفارسي ژبې  ليکوال  ، شاعران او اثار ډيرې پراخې  څيړنې ته  اړتيا لري .
دغه راز په دې غونډه کې  څيړنوال  استاد حبيب الله رفيع ، دورځپاڼو رييس  ډاکتر  شمس الحق ارينفر او داجراييه رياست سلاکار  عزيز احمد  حنيف  په وار سره  له اردو ژبې  څخه فارسي دري ژبې ته داقبال دکلياتو  دژباړنې په اړوند  معلومات ورکړل  او ويې ويل  چې تراوسه پورې  داقبال لاهور  منظوم اثار له اردو ژبې څخه دري ژبې ته  نه و  ژباړل شوي او ددغه کتاب په ژباړنې سره دري ژبو ته  داقبال له شعرونو سره يوه بله خزانه وړاندې شوه .او داقبال له مفکورو سره يې  دهغوى دزياتې بلدتيا  زمينه برابره کړه .
  دوى زياته کړه چې له اردو ژبې څخه  فارسي دري ژبې ته  داقبال لاهورى  دکلياتو  منظومه ژباړنه  دهندوستان  دجواهر لعل نهرو پوهنتون او دپاکستان دپوهنتونونو داستادانو  دتاييد وړ هم  ګرځيدلې ده .
وروسته  شاعر اوليکوال  محمدافسر رهبين  داقبال دکلياتو دمنظمې ژباړنې په اړوند  معلومات ورکړل او ويې ويل  چې دغه کتاب  د بانک دار ،  بال جبرئيل ،  ضرب کليم او دارمغان حجاز په ګډون  داقبال  د څلورو شعري اثارو ټولګه  ده  چې په خپل ذات کې دغه شان  منظومه ژباړنه  دادبياتو په تاريخ کې  بې سارې ده او  مخکې له دې  دغه شان کار  نه دى شوى .
  ده زياته کړه  چې داقبال دکلياتو دژباړنې موخه  داقبال  له مفکورو سره  ددري ژبو خلکو  زياته بلدتيا ده .
رهبين وويل  چې  اقبال  په ډيره پراخه توګه  سياسي مفکورې او ديني مطالب  اومفکورې په شعر کې داخلې کړې او شاعران يې  ټول دخپلو اسلامي ارمانونو په خدمت کې  وګومارل .
ده زياته کړه  چې د اقبال کليات  دپنځه سوه ټوکو په تيراژ  په ٧٥٠ مخونوکې  په روان کال کې  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د بيهقي کتابونو دخپرونو رياست  له خوا  چاپ شو .
  ددغې غونډې په بهير کې  دسنامجلس  لومړي نايب  دمشرانو جرګې  ستاين ليک ،  نښان او قلم په فرهنګي برخه کې  دارزښتناکو خدمتونو  او هڅو په درناوي  دهېواد  پياوړي شاعر او ليکوال  محمد افسر رهبين ته  ورکړل .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته