پل علم/ باختر/ د وږي٢٩مه :
په لوګر کې پرون ماښام د بهرنيو ځواکونو په کاروان د موټربم بريد وشو.
د لوګرد امنيې قوماندانۍ وياند شاهپوراحمدزي د باخترآژانس خبريال ته وويل ؛ د بهرنيو ځواکونو په کاروان د کابل – ګرديز د لويې لارې د لوګرمرکزخضر سيمه کې له چاوديدونکو توکو ډک موټر بريد وشو .
احمدزي زياته کړه په دې پيښه کې يو شپږ کلن ماشوم ا و يوه ښځه ووژل شول.
هغه د بهرنيو ځواکونو دتلفاتو په اړوند څه ونه ويل خو زياته يې کړه چې دهغوى يو ټانک به بشپړه توګه ويجاړ شوى دى .
له بلې خوا د سيمې اوسيدونکي ادعا لري چې په دې پيښه کې بهرنيو ځواکونو ته دسرزيان اوښتى دى.
دا په داسې حال کې ده چې تيره اوونۍ هم د بهرنيو ځواکونو کاروان په دغه سيمه کې دموټر بم بريد شوى و.
پاى ذ