امنیت

يوه نهه کسيزه ډله انسان تښتوونکي ونيول شول او يو تن د هغوى له منګولوڅخه آزاد کړى شو

کابل باختر دکب  شپږ ويشتمي
دملي امنيت دلوى رياست موظفينو يوه نهه کسيزه ډله انسان تښتوونکي ونيول او دننګرهار ولايت يو اوسيدونکي يې د هغوى له منګولو څخه وژغوره.
دملي امنيت دلوى رياست مطبوعاتي دفتر نن باخترآژانس ته ديوې خپرپاڼې په ليږلو سره خبر راکړ چې د ملي امنيت دلوى رياست موظفينو د خلکو په همکارۍ  د ننګرهار ولايت د مومند درې ولسوالۍ په مربوطاتوکې د محمد آغا، سيدعارف، معروف، ميرزا حيرت الله ،منګر خان، معراج الدين ، ضيا الحق  او دمحمد دين په نومونو يوه نهه کسيزه ډله انسان تښتوونکي ونيول.
نيول شويوکسانو د محمد اسمعيل خان په نامه دننګرهار ولايت د اچين ولسوالۍ يواوسيدونکى تښتولى و او هغه يې له اوبو پرته په يوه څاه کې ساته او د هغه د خلاصون په بدل کې يې د ده له کورنۍ څخه نغدې پيسې غوښتې وې.
نيول شويوکسانو په لومړنيوتحقيقاتوکې اعتراف کړى دى چې له زياتې مودې راپديخوا يې په وسله والو غلا او د انسانانو په تښتولوکې کارنده ونډه لرله.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته