سیاست

سمنګاني: افغانستان ته د پاکستاني متخصصینو د استولو خبره حقيقت نلري

کابل/ د مرغومي ٢٥مه / باختر:
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال انعام الله سمنګاني وايي، له پاکستان څخه افغانستان ته د انساني متخصصو ځواکونو د استولو خبره سمه نه ده.
د باخترآژانس دخبرله مخې؛ د اسلامي امارت د ویاند مرستیال ویلي دي چې افغانستان ته د پاکستاني متخصصینو د استولو راپورونه ناسم دي.
سمنګاني وايي، ځینو رسنیو له افغان ولس سره د مرستې په اړه د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان وروستۍ څرګندونې ناسمې تعبیر کړې دي.
د اسلامي امارت د ویاند د مرستیال په وینا، د پاکستان لومړي وزیر عمران خان له دوستو هېوادونو غوښتي چې له افغان ولس سره د مرستې لپاره بېړه وکړي.
د ځینو رسنیو د راپورونو له مخې، د پاکستان صد راعظم عمران خان افغانستان ته د پاکستاني متخصصو ځواکونو د استولو غوښتنه کړې ده، خو اسلامي امارت د دغو راپورونو په ردولو سره وايي چې افغانستان ته د پاکستاني متخصصو ځواکونو استول حقیقت نه لري.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته