کابل باختر دغبرګولي دمياشتې ١٤ :
ټاکل شوې ده د زمري د مياشتې په وروستيوکې د پکتيکا پيژندنې تر عنوان لاندې څيړنيز سيمينار جوړ شي.
د باختر آژانس د خبرله مخې:
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست پوهاند محمدرسول باوري نن د پکتيکا له والي محمد الياس وحدت سره وکتل او د پکتيکا پيژندنې سيمينار د جوړولو په موخه د چارو د تنظيم په باب چې د روان کال د زمري د مياشتې په ٢٨ مه نيټه د پکتيکا ولايت په مرکز ښرنه کې جوړيږي، خبرې وکړې.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرست د څرګندونوله مخې: په دې سيمينارکې به د پکتيکا د لا زياتې پيژندنې په باره کې مقالې ولوستلې شي او د کتاب نندارتون جوړيږي او دغه راز د اتنوګرافۍ موزيم به هم پرانستل شي.
دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست او د پکتيکا والي په دغه ولايت کې د لرغونو ساحو د پراختيا، د پکتيکا د سيمه ييزو ورزشونو او په دغه ولايت کې د توريستي پروژو د آثارو د معرفي کولو په باب خبرې وکړې.
0 1 دقیقه لوستل