سیاست

جمهور رئیس غني د هېواد ښځینه مډال ګټونکې وهڅولې

کابل  باختر دکب دمياشتې١١
: د فغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن  ماسپښین د جنوبي اسیا د ورزشي سیالیو د دولسمې دورې له ښځينه مډال ګټونکو سره وکتل.

دجمهوررييس دوياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ :
په دې کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، د هېواد لومړۍ مېرمن هم حضور درلود. په پیل کې د افغانستان د ملي المپیک کمېټې مرستیالې روبینا جلالي د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او د ښځينه ورزشکارانو ستونزې او وړاندیزونه یې مطرح کړل.
وروسته جمهور رئیس غني د خپلو خبرو پرمهال وویل، ویاړم چې د هېواد مېرمنو د جنوبي اسیا په ورزشي سیالیو کې د افغانستان نوم، بیرغ او عزت لوړ کړ.
جمهور رئیس وویل، له خپلو شخصي پیسو څخه به درې سوه زره افغانۍ له ښځینه ورزشکارانو سره مرسته وکړي او د هغوی د ستونزو د حل په برخه کې به اړوندې ادارې اجرات وکړي.
د هېواد جمهور رئیس د ورزشکارو مېرمنو له کورنیو څخه مننه وکړه، چې د اسلامي  او ملي فرهنګ له مخې هغوی هڅوي او هیله یې څرګنده کړه چې په نورو سیالیو کې هم وځلېږي او زیاتې بریاوې یې نصیب شي.
د دې کتنې په پای کې جمهور رئیس غني د جنوبي اسیا په لوبو کې د سرو زرو مډال ګټونکې سمیه غلامي او درې تنه نورو مډال ګټونکو مېرمنو ته ستاینلیکونه ورکړل.#
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته