ټولنه

په قندهار کې له سلګونو سېلاو ځپلو کورنيو سره مرسته وشوه .

کابل باختر دوري دريمه :
په قندهار ولايت کې سلګونو سېلاو ځپلو کورنيو سره مرسته وشوه .
  دغو کورنيو دقندهار ښار په مرکز او پنجوايي ولسوالۍ کې دسېلاونو دراوتلو له امله خپل کورونه له لاسه ورکړل .
دقندهار ولايت درسنيو دفتر ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي چې په دې پړاو کې دمرسته رسوونکو بنسټونو له خوا په  ٤٥٠  سېلاو ځپلو کورنيو باندې خوراکي اوغير خوراکي توکي وويشل شول .
په قندهار  کې په وروستيو  سېلاونو کې څه دپاسه زر کورونه     په بشپړه توګه ويجاړ شول
  دغو سېلاونه  د ١٥٠٠ کورنيو د بيځايه کيدو تر څنګ څه ناڅه شل تنه يې ووژل او په لسګونو تنه نور يې ټپيان کړل .
  ختم- شکريه _اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته