امنیت

په يوه چاودنه کې درې تنه سيمه ئيز پوليسان شهيدان شول

کابل باختر دمرغومي شپاړلسمه :
په غزني کې د سيمه ئيزو پوليسو امنيتي پوستې ته څېرمه نن د يوې چاودنې له امله درې تنه سيمه ئيز پوليسان شهيدان او دوه تنه نور يې ټپيان شول.
دغزني د والي مرستيال محمد علي احمدي باخترآژانس ته وويل: وسله والو طالبانو په يوکرولا موټرکې ځاى پرځاى کړى شوي چاوديدونکي توکي د اندړو ولسوالۍ د قلعه سردار په ساحه کې د سيمه ئيزو پوليسو يوې پوستې ته څېرمه وچول چې له امله يې درې تنه سيمه ئيز پوليسان شهيدان او دوه تنه نور پوليسان ټپيان شول.
يوه اړونده خبرځاى وويل چې په دې چاودنه کې وسله والو طالبانو ته هم د سر زيان اوښتى دى خو دقيق شمېر يې معلوم نه دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته