امنیت

دوه تنه وسله وال مخالفين د بغلان په دوشي کې ووژل شول

کابل – باختر د وري دمياشتې ٣٠
د دولت دوه تنه وسله وال مخالفين ووژل شول او د طالبانو د ډلې يو قوماندان ونيول شو.
د ملي دفاع وزرات مطبوعاتي دفتر نن د باختر آژانس ته د يوې خبرپاڼې په ليږلو سره ليکلي دي: د ملي اردوعسکرو پرون د ښه امنيت د تامينولو په مقصد د بغلان ولايت د دوشي ولسوالۍ په مربوطاتوکې چاڼيز عمليات ترسره کړل چې په بهيرکې يې دوه تنه وسله وال مخالفين ووژل شلو او يوه اندازه وسلې او مهمات ترلاسه شول.
دغه راز دملي اردو د خاصې قطعې منسوبينو د وسله والو مخالفينو د يو قوماندان د نيولو په مقصدچاڼيز عمليات ترسره کړل چې په بهيرکې يې دغه قوماندان له دريو تنو افرادو سره يې ونيول شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته