امنیت

څلور تنه وسله وال طالبان په کونړ کې ووژل شول

کابل باختردتلې دمياشتې    ١ :
دکونړ ولايت دآسمار ولسوالۍ په مربوطاتو کې دبې پيلوټه جنګي الوتکو په بريد کې څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
دکونړولايت امنيه قوماندان مل پاسوال  عبدالحبيب سيدخيل دباخترآژانس خبريال ته وويل :  دناتو  بې پيلوټه  جنګي الوتکو  دکونړولايت دآسمار په ولسوالۍ پورې اړوند داوغزباغ په ساحه کې  دعملياتو په بهيرکې  څلور تنه وسله وال طالبان ووژل .
يوه اړونده خبرځاى وويل چې په دې بريد کې ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته