امنیت

پنځه تنه وسله وال طالبان په نورستان کې ووژل شول .

کابل باختر د مرغومي يوولسمه :
پنځه تنه وسله وال طالبان تيره شپه په نورستان ولايت کې  دنويو نښتو په بهير کې ووژل شول .
  دغه جګړې دډيورند کرښې ته څيرمه په کامديش ولسوالۍ کې هغه وخت ونښتې چې سرحدي پوليسو په يوې ډلې يرغلګرو ډزې وکړې .
دافغانستان په ختيځ کې دسرحدي پوليسو يوه قوماندان دباختراژانس خبريال ته وويل  چې په دې پيښه کې پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
ده وويل  يرغلګرو غوښتل  چې د ډيورنډ  له کرښې اخوا څخه  دنورستان ولايت ته واوړي چې ډزې  پرې وشوې او ووژل شول.
ويل کيږي چې په دې پيښه کې پوځيانو اوملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته