امنیت

يوې ميرمنې دخيل ميړه دمړي په ليدلو سره ځان وواژه .

کابل باختر  دغبرګولي دويمه :
دفارياب ولايت په قيصار  ولسوالۍ  کې ديوه پوليس ميرمنې  پرون دخپل ميړه دمړي له ليدلو وروسته ځان وواژه .
دقيصار ولسوال عبدالجميل صديقي دباختراژانس خبريال ته وويل: دلويې لارې دقطعې دپوليسو يوه منسوب عبدالله چې په چيچکتو سيمه کې دماين دچاودنې له امله شهيد شو کله چې ځوانه ميرمن يې دخپل ميړه په شهادت خبره شوه ځان دتومانچې په ډزو سره وواژه .
ويل کيږي چې له دغې ميرمنې او ميړه څخه يوکوچنۍ ماشوم پاتې شوى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته