ورزش

د هيواد د ګلف د ملي ټيم غړي اسلام آباد ته لاړل

کابلباختردميزان٦
دهيواد دګلف د ملي ټيم غړي د آسيا د دوه پنځوسم پړاو په سياليوکې د ګډون په مقصد نن سهار اسلام آباد ته لاړل.
د المپيک د ملي کميټې دخپرونو مسوول سيمع دره يي د باخترآژانس خبريال ته وويل: ټاکل شوې ده دغه سيالۍ د تلې په لسمه نيټه د شپږو آسيايي هيوادونو د ورزشکارانو په ګډون د يوې اوونۍ لپاره د پاکستان په اسلام آبادکې ترسره شي.
د دره يي دڅرګندونو له مخې: په همدې مقصد له افغانستان څخه د ګلف درې تنه ورزشکاران او يو ښوونکى په دغو سياليوکې دګډون په مقصد اسلام آباد ته لاړل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته