امنیت

يوتن په کاپيسا کې ووژل شو .

کابل باختر د لړم لومړي:
دهغه سړى مړي چې ويل کيږي څلور ورځې مخکې  په ډزو سره وژل شوى دى  نن په کاپيسا ولايت کې  ترلاسه شو .
دکاپيسا ولايت دکوهستان  ددويمې برخې دولسوالۍ امنيه قوماندان  سمونوال عبدالعظيم کوهستاني  دباختراژانس خبريال ته وويل : دکوهستان ددويمې برخې  دولسوالۍ دکالوته دسيمې اوسيدونکي عبدالرحيم څلو ورځې مخکې  دناپيژاندو  وسله والو کسانو له خوا  له خپل کور څخه  ويستل  شو او نامعلوم لورې ته  وليږدول شوه .
  يوه اړونده خبرځاى وويل  پوليسو  دموضوع په باب دخبر له ترلاسه کولو سره  جوخت پيښه تر څارنې لاندې ونيوله او په پاى کې  ددغه سړى مړي چې په ډزو سره  وژل شوى و  نن  دپوليسو له خوا دکوهستان  ددويمې برخې ولسوالۍ په مربوطاتو کې  ترلاسه شو .
خبرځاى وويل ښايي دغه سړي  دشخصي دښمني له امله  ديوتن غير مسوول وسله وال قوماندان له خوا وژل شوى وى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته