امنیت

په پکتیکا کې يو ماين شنډ شو

کابل باختر دکب دمياشتې دوه ويشتمه
د پکتیکا د امنیې قوماندانۍ مسوولين وايي، د دغه ولایت په اورګون ولسوالۍ کې په یوه موټرسایکل بم هدف ته له رسېدو مخکې کشف او شنډ کړی شو.
د امنیې قوماندانۍ د امنیت آمر سمونوال عبدالرووف مسعود باختر آژانس ته وويل: په دغه موټرسایکل بم د ارګون په مانده کلي کې شنډ کړی شو.
ده زياته کړه: د پېښې عاملين په تېښته بريالی شوي او ډېر ژر به د امنیتي ځواکونو له خوا ونیول شي.
د مسعود په خبره: د کشفي راپورونو له مخې، طالبانو غوښتل په دغه موټرسایکل بم د امنیتي ځواکونو په خوا کې وچوي او د هغوی ژوند له ګواښ سره مخامخ کړي.
له بلې خوا د دغې ولسوالۍ یو تن مخور وایي: د وسله والو هدف زموږ کلی و، ځکه د سيمې اوسيدونکي له دولت سره نږدې اړیکې لرې.
دی وایي: وسله وال مو په دې سره ګواښي ترڅو زموږ او دولت ترمنځ واټن زیاته شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته