سیاست

د جمهور رييس فرمان

کابل- باختر د وري دمياشتې ١٤
د ملي وحدت او د افغانستان د خلکو د منتخبو استازو د شهادت د ورځې په نامه د هېواد په کليزه کې د لړم د مياشتې د پنځلسمې نيټې د ځايولو په باب د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس محمد اشرف غني فرمان !
د ولسي جرګې د اکثريت غړو په غوښتنه او د بغلان ولايت د لړم د مياشتې د پنځلسمې نيټې د شهيدانو د ارزښتناکو خدمتونو د درناوي، د ملي وحدت د ټينګښت او د ټولنيز عدالت د تامينولو په مقصد له رخصتۍ پرته د هېواد په کليزه کې د ملي وحدت او د افغانستان د خلکو د منتخبو استازو د شهادت د ورځې په نامه د لړم د مياشتې د پنځلسمې نيټې ځايول منظوروم.
د (ملي وحدت او د افغانستان د خلکو د منتخبو استازو د شهادت ورځ) دې کال په کال په پرتمين ډول ونمانځله شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته