سیاست

دسولې دمشورتي جرګې يوشمير کاري کميټو خپل رپوټونه وړاندې کړل

کابل باختر دثور  دولسمه :
دسولې دمشورتي جرګې شلو کاري کميټو نن له غرمې مخکې  دخپلو کميټو کاري رپوټونه عمومي غونډې ته وړاندې کړل
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ،  ددغو کميټو غوښتنې زياتره داساسي قانون ، دنظام داتلس کلنو لاسته راوړنو ، دښځو دحقوقو ، دبشر دحقوقو ، دجمهوري نظام  او دهېواددامنيتي او دفاعي ځواکونو  دتشکيلاتو دساتنې په باب  متمرکزې وې .
  دغه راز  دشلو کاري کميټو  مسوولينو له دولت او طالبانو څخه وغوښتل چې دسولې دخبرو له پيل کيدو مخکې دې  دروژې دمبارکې مياشتې په درناوي اوربند اعلام کړي .
  دغه راز هغوى دسولې  خبرو ته  دښه نيت په خاطر له حکومت او طالبانو څخه وغوښتل چې دخالد او الفتح عمليات بند کړي .او رسني دې  دطالبانو په باره کې دترخو ادبياتو له کارولو څخه ډډه وکړي .
دکميټو مسوولينو څرګنده کړه  چې دسولې خبرې دې بايد بين الافغاني  وي . او له سياستوالو څخه هم وغوښتل  چې خپل مخالفتونه يوې خوا ته پرېږدي او ملي اجماع ته ورسېږي  چې دسولې دخبرو بهير  مثبتې پايلې  ولري .
  ختم- ف _ اکرم
                                    

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته