امنیت

دملی دفاع وزارت دلوی درستیزدکشف اواستخباراتورئیس دنیکمرغه لوی اخترلمونځ د۲۰۱ سیلاب قول ارودقرارګاه په جامع جومات کی اداکړ.

-کابل باختر د وږي  دوه ويشتمه :

د لوی درستیزدکشف اواستخباراتورئیس تورنجنرال عبدالمنان «فراهی » پداسی حال کی چی د لوی درستیزیوشمیرجنرالانو، د۲۰۱ سیلاب قول اردو قوماندان ډګرجنرال محمدزمان«وزیری»  دقول اردو د قرارګاه دڅانګوامرانو او افسرانویی ملتیاکوله لومړی د۲۰۱ سیلاب قول اردو تشریفاتی قطعه معاینه کړه او وروسته یی د۲۰۱ سیلاب قول اردودقرارګاه په جامع جومات کی دنیکمرغه لوی اختر لمونځ اداکړ چی دلمانځه تراداکولووروسته یی ټولوګډونوالوته ویناوکړه او دهیوادجمهوررئیس ،اجرائیه رئیس ، دملی دفاع وزارت،لوی درستیزاوخپل ځان لخواد۲۰۱ سیلاب قول اردو ټولو منسوبانوته اوهمداراز درسنیوله لاری ټولودرنوهیوادوالوته دنیکمرغه لوی اختر درارسیدوله امله دزړه له کومی مبارکی وویله وروسته یی د۲۰۱ ټول منسوبان يې دهیواد ددفاع په برخه کی اتلان وبلل اودیادی قول اردوټولوهغه منسوبانوته چی دهیواد ، هیوادوالودسوکالی ،آرامی اوداسلام لپاره خپل ځانونه قربانی کړی دلوی رب ج له دربارڅخه دبښنی اومغفرت ،ټپیانوته یی دسملاسي روغتيااو کورنیوته یی دجمیل صبرغوښتنه وکړه .
وروسته د۲۰۱ سیلاب قول اردوقوماندان دستردرستیز د کشف اواستخباراتورئیس ته  اودهغه په واسطه دهیواد جمهوررئیس او دوسله والوقواوواعلی قوماندان ، اجرائیه رييس ،ملی دفاع وزارت ،لوی درستیزاوټولودرنوهیوادوالوته ډاډ ورکړ چی د۲۰۱سیلاب قول اردودمسؤلیت په ساحه اوپه خاصه توګه په ختیځ زون کی  دنیکمرغه لوی اخترله رارسیدومخکی یی امنیتی پلان جوړکړی اوکلک امنیتی تدبيرونه نیولی دی اوهرڅوک کولای شی چی په ارامه فضاکی دنیکمرغه لوی اخترمراسم پای ته ورسوی .
په پای کی تورنجنرال عبدالمنان «فراهی» د۲۰۱ سیلاب قول اردوپه سل بستریزه روغتون کی دختیځ زون دټولو امنیتی سکتورله ټپیانوڅخه لیدنه وکړه اوله هغوی سره یی یوشمیرنقدی مرستی ترسره کړی .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته