ټولنه

دغور والي : وچکالي اوقحطي دغور دخلکو ژوند ګواښوي

کابل باختردزمري دمياشتې ٤ :

وچکالي په غور کې دخلکو په سلو کې پنځه اويا حاصلات له منځه وړي دي.

دغور والي وايي چې په دغه ولايت  کې دوچکالي له امله  دخلکو په سلو کې پنځه اويا حاصلات له منځه تللي دي  او په زرګونو تنه دقحطي له خطر سره مخامخ دي.

دغه څرگندونې دغور والي سيدانور رحمتي په يو خبري کنفرانس کې بيان کړى دى.

ده زياته کړه  چې همدا اوس  په غور ولايت کې يوسلو څلور زره تنه د خوراکي توکو بيړنيو مرستو ته اړتيالري اوله زيانمنوشويو کسانوسره دمرستې په مقصد دوه ويشتو زرو ټنو خوراکي توکو اودڅارويو دله منځه تللو دمخنيوي په خاطر پنځه ويشتو زرو ټنو  حيواني خوړو ته اړتيا ده.

رحمتي  وويل : چې ددغه ولايت په سلو کې پنځه نوي  تنه اوسيدونکي په کرکيلي اومالداري بوخت دي  اوزياتره  خلک دبيوزلۍ له کرښې څخه ښکته  ژوند کوي او دغور بيړنۍ کميټه يوازې دوه زره ټنه غنم  په واک کې لري چې دخلکو داړتيا  په پرتله ډيره ناڅيزه ده .

ده زياته  کړه چې دغه ارقام په غور کې داړوندو دولتي  ادارو له خوا برابرشوي دي.

دغور والي له نړيوالې ټولنې  او دافغانستان  له دولت څخه  دبيړنيو مرستو غوښتنه  وکړه  او ويې ويل  چې غور يو غرنۍ ، سوړ  اودسختو لارو لرونکي ولايت دى اوکه چيرې جدي اقدام ونه شي  په ژمي کې ددغه ولايت مواصلاتي لارې دپنځو مياشتو لپاره تړل کيږي  چې هغه وخت به انساني ناتار رامنځته شي.

دغور يو تن بزګر محمدحليم وويل :  سږکال په دغه ولايت کې سخته وچکالي راغلې ده  او دخلکوټولې کروندې وچې شوي  دي  اوله منځه تللي دي .

ده زياته کړه ، ماپنځوس منه للمي غنم کرلي و او پنځلس زره افغانۍ مې دکرکيلې لپاره ولګولې خو هيڅ حاصل مې ترلاسه نه کړ.

دغور يوبل بزرګر غلامحمد هم وويل چې ټول حاصلات يې له منځه تللي دي.

ده زياته کړه که چيرې دولت په دې اړوند پاملرنه ونه  کړي موږ دې ته اړ يو چې مهاجرشو  له کرکيلي پرته بل عايد نه لرو.

دغور دولايتي شورا رييس فضل الله احسان هم دوچکالۍ اودخلکو دحاصلاتو د له منځه تللو له امله ژوره انديښنه  څرگنده کړه  او ويې ويل  که چېرې دولت په دې اړوند پاملرنه ونه کړي دغورخلک به په ډله ييزو مهاجرتونو لاس پورې کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته