کابل باختر دوږي نولسمه
وسله والو طالبانو په ميدان وردکو ولايت کې په يو مسافر وړونکي موټر په بريد سره پنځه تنه ملکي وګړي ووژل .
دغه پيښه نن له غرمې مخکې دميدان ښار په مربوطاتو کې د کوټه اشرو په نامه سيمه کې هغه وخت رامنځته شوه چې يوې ډلې وسله والو طالبانو په يو غير پوځي موټر بريد وکړ .
دميدان وردکو دوالي ويندوى شاهد الله شاهد له باختر اژانس سره په اړيکه کي دغه پيښه تاييد کړه او وي ويل چې د ياغي طالبانو يو قوماندان ملا نعمت الله ددغې وژنې مسوول دى .
دميدان وردکو دوالي ويندوي وايي چې دغه ملکي وګړي دبهسودو ولسوالۍ په لور روان و ، چې دطالبانو له خوا پري بريد وشو او و وژل شول .
ويل کيږي چې ياغيانو لومړۍ هغوى له ځان سره بوتلل او وروسته امنيتي ځواکونو ددغو ملکي وګړو مړي دميدان ښار په مربوطاتو کې ترلاسه کړل .
په همدي حال کې دميدان ښار يو امنيتي خبرځاي وويل چې په دې پيښه کې شپږ تنه ملکي وګړي وژل شوي دي .
دطالبانو له خوا په دغه ولايت کي دملکي وګړو وژل بې ساري نه دي . په يوه نوي پيښه کې ياغيانو شپږ تنه ملکي وګړي چې دمزدوري لپاره دباميانو ولايت ته روان و ، دميدان وردکو ولايت د جلريز ولسوالۍ په مربوطاتو کې ووژل .
0 1 دقیقه لوستل